د هرات له والي سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست وکتل

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۱۳:۵۶
Herat

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت هرات ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولايت له والي شيخ الحديث مولانا نوراحمد اسلام جار سره وکتل.

په دغې کتنه کې ښاغلي شهامت د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د فعاليتونو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل چې دغه اداره په هرات کې د خپلو فعاليتونو د پراخولو پلان لري.

د هرات والي د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د برنامو هرکلى وکړ او له دغې ادارې سره يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د يادونې وړ ده، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره په پام کې لري چې د هرات په صنعتي ښارګوټي او د هېواد په نورو صنعتي ښارګوټو کې د کار د بازار له اړتيا سره سم د کار ماهر ځواک د روزلو په موخه صنعتي انسټیټونه جوړ کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۲۵
Background image

د میدان وردګو چک انسټیټوټ ترمیم او بیارغونه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ځینو برخو ترمیم او بیارغونې چارې د یو شمېر سوداګرو په همکارۍ پیل شوې دي. د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوې چې د انسټیټوټ ودانۍ،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

BACK TO NEWS