د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ستراتیژۍ پېژندنې او مشورتي ورکشاپ ترسره شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۷ - ۱۵:۴۷
ورکشاپ معرفی و مشورتی استراتیژی

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ستراتیژۍ پیژندنې او مشورتي ورکشاپ د دغه ادارې مسوولینو او د وزارتونو او نهادونو د استازو په حضور کې ترسره شو.

د یاد ورکشاپ د پرانستلو په مراسمو کې د مالي او اداري چارو مرستیال مفتي فضل الرحمن فاضل ګډونوالو او مېلمنو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې د دغه برنامې له جوړېدو څخه یې موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره د نورو ادارو تعاون او همکاري دی.

ښاغلي فاضل وویل، چې ادارې د خپلو چارو پر مخ وړلو لپاره همکارۍ او مشورې ته اړتیا لري. هغه وویل: " اړینه ده چې له یو او بل سره همکاري وکړو ".

د غونډې په دوام کې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس خبرې وکړې او ویې ویل، د خوښۍ ځای دی چې د هېواد د پرمختګ او خلکو ته د خدمت وړاندې کولو زمینه برابره شوې ده.

ښاغلي احساس زیاته کړه چې موږ باید "په هیواد کې اوسني وضعیت شکر ادا کړو". نوموړي وويل چې په نړۍ کې هيڅ هېواد د افغانستان په څېر خپلواکي او ازادي نه لري.

د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال څرګنده کړه چې په هېواد کې د اسلامي نظام ټينګښت د هيچا صدقه او ډالۍ نه ده بلکې د افغانستان د مجاهد ولس په بې سارې قربانيو ترلاسه شوى دى.

ښاغلي احساس د نظام پر ملاتړ ټینګار وکړ او دا یې هم وویل چې اوس د هېواد د خدمت او ابادۍ وخت دی.

د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال د ننني ورکشاپ په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، د دغه پروګرام د ترسره کولو او د وزارتونو استازو حضور د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د ستراتيژۍ بډايه کول دي، ترڅو ټولو ستونزو ته د حل لاره ولري.

نوموړي هيله څرګنده کړه، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې په ستراتيژۍ کې به د دغه ادارې ټولې موخې شاملې وي. ترڅو په نورو ادارو کې لاسوهنه ونه لري. او پر بنسټ به يې د افغانستان خلکو ته اغېزمن او با کيفيته خدمتونه وړاندې کوي.

د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال زياته کړه، چې د نبوي سنتو او اسلامي شريعت له مخې بايد د کار تر ترسره کېدو مخکې يو پلان جوړ او د پلان جوړولو په اړه مشوره ترسره شي.

د برنامې په دوام کې د دغه ادارې تخنيکي سلاکار انجنير احمد نبي نايل د ستراتيژۍ پر اهميت خبرې وکړې او ويې ويل، چې هره اداره يوه موخه لري او موخې ته د رسېدو لپاره ستراتيژۍ ته اړتيا لري.

ښاغلي نایل د وزارتونو د استازو حضور ته په اشارې سره وویل چې نظام د یوه جسم په څېر دی چې نورې ادارې یې غړي دي او که چیري کوم غړی یې له یو بل سره همکاري ونه کړي، نظام به زیانمن شي.

په دوام کې روح الله شفیق د ستراتیژیکې پالیسۍ آمر پرزنټیشن وړاندې کړ او د یادې ستراتیژۍ په اړه یې توضیحات ورکړل.

همدا راز د اجنډا له مخې د ورکشاپ ګډونوال په کاري ګروپونو وویشل شول او خپل نظریات یې شریک کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۴۵
Background image

د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې کې د شین چای د کرکېلې بریالۍ تجربه ترسره شوه

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسئولین وایي چې د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې په انګړ کې د شین چای آزمایښتي کرکېله ترسره شوه. د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۳۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د آغاخان بنسټ له پلاوي سره ولیدل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د آغاخان بنسټ له پلاوي سره وکتل او خبرې یې وکړې. په دې ناسته کې د آغاخان بنسټ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

BACK TO NEWS