د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اونیزه اصلاحي غونډه ترسره شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۵ - ۱۳:۳۲
جلسه هفته‌وار اصلاحی

د تخنیکي او مسلکي  زده کړو اونيزه اصلاحي غونډه د دغه ادارې د کارکوونکو په حضور او د دغه ادارې مدرس مولوي سيد احمد په وينا ترسره شوه.

نوموړي په خپلو خبرو کې د ښوونیزو او اصلاحي برنامو په هکله خبرې وکړې.

مولوي سید احمد وویل چې د انسان پوهول او ورته لارښوونه کول ثواب لري او دا کار یو مسؤلیت دی.

نوموړي د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له کارکوونکو وغوښتل، چې په ښوونيزو او اصلاحي پروګرامونو کې په پوره اخلاص او صداقت ګډون وکړي.

غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۶:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د لب‌ټېک (Labtech) نړیوال شرکت له مسؤولینو سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، اندونیزیا ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د لب‌ټېک (Labtech) نړیوال شرکت له مجتمع او بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۹:۱۷
Background image

د افغانستان او مالیزیا د چارواکو لیدنه؛ د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په برخه کې د همکاریو پراختیا

د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، مالیزیا ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د پولی‌تخنیکونو او ټولنیزو کالجونو له عمومي رئیس، ډاکټر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۴۹
Background image

په میدان وردګو کې د «آبکزار» انسټیټوټ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ په سیمه کې د مسؤولینو او یو شمېر قومي مخورو په حضور کې د «آبکزار» انسټیټوټ د بنسټ ډبره کېښودل شوه. دغه ښوونیز مرکز د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په. . .

BACK TO NEWS