د بلخ د نفت او ګازو انسټیټوټ تدریسي او ادارې چارې وڅېړل شوي

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي بلخ ولايت ته د يو کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولايت د نفت او ګازو له انسټیټوټ څخه ليدنه وکړه.
یاد پلاوي د بلخ د نفت او ګازو د انسټیټوټ تدریسي او اداري چارو څخه له نږدې څارنه وکړه.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د بلخ ولایت د نفت او ګازو انسټيټوټ د استادانو او چارواکو کارونه د قناعت وړ وګڼل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د بیاکتنې د ګډ پروګرام په چوکاټ کې ټولو ولایتونو ته د تخنیکي او مسلکي مرکزونو د تدریسي او ادارې چارو د ارزونې په موخه پلاوی استوي.