۳۰ تنه محبوسین د مبایل رغونې« ترمیم مبایل» له لنډمهاله حرفوي پروګرام څخه فارغ شول

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۹:۳۴

د مبایل رغونې«ترمیم مبایل» څانګې لنډمهاله حرفوي روزنیز پروګرام، چې څه موده وړاندې د زابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا د یاد ولایت په محبس کې پیل شوی و، پای ته ورسید.

په دې لنډمهاله پروګرام کې، محبوسینو د دریو میاشتو په ترڅ کې د مبایل رغونې«ترمیم مبایل» حرفې په برخه کې په مسلکي ډول روزنه ترلاسه کړه او پر تخنیکي او مسلکي زده کړو سمبال شول.

د دې روزنیز پروګرام د اختتامیې په مراسمو کې، د زابل ولایت د محبس مسؤلینو د یاد ولایت د محبوسینو لپاره د تخنیکي زده کړو د زمینې له برابرولو څخه قدرداني وکړه.

په ورته وخت کې، محبوسینو هم د دې روزنیز پروګرام له ترسره کېدو څخه خوښي څرګنده کړه، او زیاته یې کړه چې نوموړي غواړي په راتلونکي کې هم د مبایل رغونې«ترمیم مبایل» په برخه کې خپل حرفوي زده کړو ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده چې د پروګرام په پای کې، هغو محبوسینو ته چې له دې لنډمهاله حرفوي پروګرام څخه فارغ شوي وو، ستاینه لیکونه هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۴۵
Background image

د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې کې د شین چای د کرکېلې بریالۍ تجربه ترسره شوه

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسئولین وایي چې د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې په انګړ کې د شین چای آزمایښتي کرکېله ترسره شوه. د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۳۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د آغاخان بنسټ له پلاوي سره ولیدل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د آغاخان بنسټ له پلاوي سره وکتل او خبرې یې وکړې. په دې ناسته کې د آغاخان بنسټ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

BACK TO NEWS