ښاغلي مولوي غلام سعید احساس د غور ولایت له والي سره ناسته ترسره کړه

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۳:۳۲
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس او ورسره مل پلاوي یې په غور ولایت کې د یاد ولایت له والي مولوي حیات الله مبارک سره وکتل.

محترم مولوي احساس په دې ناسته کې د غور له والي سره د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو ستونزې او ننګونې شریکې کړې.

نوموړي د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې په اړه په مختصره توګه خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې د بېوزلۍ له منځه وړل او د ماهر کاري ځواک روزنه د دې ادارې له مهمو موخو څخه دي.

د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال په غور ولايت کې د مجاهدينو د روزنې په باب هم توضیحات وړاندې کړل او ويې ويل چې اوس مهال په ټول هيواد کې مجاهدين د تخنيکي او مسلکي زده کړو يه مرکزونو کې په زده کړو بوخت دي .

په دې کتنه کې په نورو اړوندو موضوعاتو هم خبرې وشوې او د غور ولایت والي د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د پروګرامونو څخه د ملاتړ ترڅنګ زياته کړه چې په یاد ولايت کې به د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو ستونزو او ننګونو ته رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS