په هرات ولایت کې شپږ میاشتني لنډ مهاله حرفوي روزنیز پروګرام پای ته ورسید

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۹ - ۱۴:۵۷

په هرات ولایت کې شپږ میاشتنی لنډ مهاله روزنیز پروګرام چې د پاملرنې موسسې په همکارۍ د ۴۰۰ نارینه او ښځینه وو لپاره پیل شوی و، پای ته ورسید.

د یاد ښوونیز پروګرام ګډونوالو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې څخه د مننې ترڅنګ د دغه پروګرام د بیا په لاره اچولو او دوام غوښتنه هم وکړه.

د يادونې وړ ده، چې يادو محصلينو د خیاطۍ، لاسي صنايعو، موبايل ترميم، د بريښنايي وسايلو ترميم او د برقي وسايلو د ترميم له څانګو څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړي او د پاملرنې موسسې له خوا نوموړو ته وسايل او تجهیزات هم ورکړل شول.

لنډ مهاله حرفوي پروګرامونه د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له بنسټیزو پروګرامونو څخه دي، چې تر اوسه يې په سلګونو کسان له دغو پروګرامونو څخه فارغ شوي او د کار په بازار کې پر دندو بوخت دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS