په سمنګانو کې د تخنیکي او مسلکي مرکزونو د وضعیت د څیړلو په دوام

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۷ - ۱۳:۵۹
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت د ولایتونو تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د څېړنو په دوام کې؛ د سمنګانو په ولایت کې د فیروزنخچیر لېسې او حضرت سلطان مسلکي لېسې وضعیت بررسي کړ.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د زده کوونکو سره د لیدلو پر مهال د هغوی ستونزې او اړتیاوې یې واورېدې.

همدارنګه ښاغلي شهامت په دغه ولایت کې د لنډ مهاله حرفوي کورسونو څخه هم لیدنه وکړه.

د مناسبې ښوونیزې ودانۍ نشتوالی، د لابراتوار او کمپیوټر لب نشتوالی د دغو مرکزونو له لویو ستونزو څخه بلل کیږي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د اړتیاوو د پوره کولو د ژمنې په ترڅ کې د سمنګان ولایت تخنیکي آمرینو ته د ځینو مسایلو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې د پلاوي سفر نورو ولایتونو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د اړتیاوو د څیړلو او حل په موخه دوام لري.

نوموړي پلاوي تر دې مخکې په بغلان، کندز او تخار ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو وضعیت څیړلی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۶:۳۲
Background image

د مالي او اداري چارو مرستیال د بغلان ولایت له مقاماتو سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل په مشرۍ یوه پلاوي د خپل د سفر په دوام کې بغلان ولایت ته سفر وکړ. د دې سفر په ترڅ کې، نوموړي پلاوي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۲۵
Background image

د میدان وردګو ولایت چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده کونکو له لوري د سړک سروې او براورد!

د میدان وردګو ولایت چک ولسوالۍ اړوند کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ساختماني څانګې زده کونکو د یو علمي سفر په پار د یاد ولایت اړوند د حضرت عمر فاروق (رض) لیسې ته لاړل. نوموړو د دې علمي سفر په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۹:۱۱
Background image

په «ایکو ریټ» ساختماني لابراتوار کې د خوست تخنیکي انسټیټوټ د زده کونکو عملي زده کړې!

د خوست ولایت اړوند تخنیکي انسټيټوټ د ساختمانی څانګې محصلينو په « ایکوریت» لابراتوار کې د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د ساختماني موادو په اړه په عملي ډول روزنه ترلاسه کړه. همداراز د درس په. . .

BACK TO NEWS