په دایکندي ولایت کې د محبوسینو لپاره د تخنیکي زده کړو د زمینې برابرول

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۲۷

د دایکندي ولایت اړوند د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسولین د یاد ولایت محبوسینو لپاره د مبائیل ترمیم لنډ مهاله روزنیز پروګرام په لاره اچولو خبر ورکوي.

د یاد پروګرام د ترسره کولو موخه له بند څخه وروسته د محبوسینو لپاره د کار زمینې برابرول او د نوموړو د اقتصادي وضعیت وده ویل شوې ده.

دغه پروګرام د دایکندي ولایت په مرکزي محبس کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د له خوا جوړ شوی، چې ددې پروګرام په ترڅ کې به ۳۰ تنه محبوسین د دریو میاشتو په ترڅ کې په عملي او نظري بڼه روزنه ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په برخه کې د زده کړو د زمینې په برابرولو سره د هېواد ځوانان له بېکارۍ څخه مسلک ته راوګرځوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS