په افغانستان کې د نابینایانو«روښان زړو» او ناشنوایانو لپاره د مسلکي زده کړو وړاندې کول

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۵۴

د مسلکي زده کړو لپاره زمینه برابرول د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو له مهمو پروګرامونو څخه ګنل کېږي.

اوس مهال دا اداره په ټول هیواد کې ۳۱ د ځانګړو زده کړو ښوونیز مرکزونه لري چې په نوموړو مرکزونو کې د اوریدلو او لید معلوبیت لرونکي کسان روزنه ترلاسه کوي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبرۍ هم د ټولنې ددې قشر څخه، هر اړخیز ملاتړ ته ژمن دي لکه څرنګه چې د نوموړو لپاره یې د ترانسپورت او مجهز درسي خونو په ګډون ډیری اسانتیاوې چمتو کړي دي.

د یادونې وړ ده چې په ټول هیواد کې له ۲۵۰۰ څخه ډیر ناشنوا او نابینا زده کونکي د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د مسلکي زده کړو پر روزنه بوخت دي.

همدارنګه نوموړو ته د استادانو له لوري په نقاشۍ او حرفوي څانګو کې مسلکي زده کړې وړاندې کېږي. دغه زده‌کوونکي بیا وايي چې دوی کولی شي له فراغت وروسته په بیلابیلو سکتورونو کې کاري چارې پر مخ یوړي.

له بلې خوا، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبرۍ، د بیلابیلو مؤسساتو سره په همکارۍ، په هیواد کې د نابینایانو او ناشنوایانو لپاره د لا ډیرو خدمتونو د وړاندې کولو زمینه رامینځته کړې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS