د پلان او ستراتیژیکي همغږۍ رئیس د صنعت او سوداګرۍ وزارت د واحدو خدمتونو رئیس سره وکتل

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۳ - ۱۵:۳۳
Plan-TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکي همغږۍ رئیس مولوي نیک محمد نیکمل د صنعت او سوداګرۍ وزارت د واحدو خدمتونو له رئیس عطا محمد همت سره وکتل.

په دغه لیدنه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ته د جواز ورکولو د پروسې د ساده کولو او د همکاریو د هوکړه لیک په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د واحدو خدمتونو رئيس په خپلو خبرو کې وويل چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې يو له هغو ادارو څخه دى چې له دغه وزارت سره يې تر ټولو ښه او غوره همکاري کړې ده.

نوموړي دغه راز د ښوونیزو مرکزونو د جواز ورکولو د پروسې د ساده کولو د طرحې په اړه هم خبرې وکړې چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري نهايي شوی دی.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې استازو د دغه طرحې هرکلی وکړ.

د غونډې په دوام کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د صنعت او سوداګرۍ وزارت ترمنځ د همکاریو پر هوکړه لیک خبرې وشوې او دواړو لورو خپل نظرونه وړاندې کړل او د هوکړه لیک سند یې لاسلیک ته چمتو کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS