د پروان ولایت د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت د روزنیز پروګرام پیل

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۱۳:۲۵
tveta

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د یاد ولایت په مرکز کې د کثیرالرشتوي په انستیتوت کې د مجاهدینو د روزنیز پروګرام د جوړېدو خبر ورکوي.

په دې پروګرام کې د پروان ولايت سيمه ييزو مسوولينو هم ګډون کړى و او ويناوې يې وکړې.

په دې غونډه کې د پروان ولایت د والي مرستیال محمد ادریس انوري په خپلو ویناوو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې څخه مننه وکړه چې مجاهدینو لپاره یې د زده کړو د دوام زمینه برابره کړې ده.

هغه وویل چې مجاهدین باید له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي او تل په ټولګي کې حضور ولري. ښاغلي انوري دا هم وویل چې د مجاهدینو روزنه د ادارې په اصلاح کې مهم رول لري.

 د دغه پروګرام په دوام کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر مولوي محمدزي رسولي خبرې وکړې. نوموړي وویل چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د مجاهدینو ملاتړ ته ژمنه ده .

محترم مولوي محمدزي څرګنده کړه، هغه مجاهدینو چې د ادارې او مدیریت په روزنیزو پروګرامونو کې ګډون کړی باید له اصولو سره سم په ټولګي کې حاضر وي او له دې فرصت څخه سمه ګټه پورته کړي.

مخکې هم د پروان ولایت د تخنیکي زده کړو آمریت د سویې د مالومولو په موخه په یاد پروګرام کې د شاوخوا زرو تنو مجاهدینو د ګډون اعلان کړی و.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS