د پروان ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې 1445 تنه زده کوونکي او زده کړیالان په زده کړو بوخت دي

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۳ - ۱۱:۱۵
Parwan

 د پروان ولايت تخنيکي او مسلکي زده کړو امر مولوي عبدالرشيد حقاني وايي، د دغه ولايت په تخنيکي لېسو او انسټیټونو کې 1445 تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي. سږ کال له دغو مرکزونو څخه 279 تنه فارغ شوي دي.

 نوموړي د پروان ولايت مقام ته د رئیسانو په راپور ورکولو کنفرانس کې وويل، چې په مرکز او سياه ګرد، سيدخېلو، جبل السراج، شينوارو، بګرام او شيخ علي ولسواليو كې د تخنيكي او مسلکي زده كړو مركزونه فعال دي.

 په دې مرکزونو کې د کرنې، وترنرۍ، کمپیوټر ساینس، اقتصاد، برېښنا، ساختماني، موټرو تخنیک، خیاطۍ او ماشین ټیکنالوژۍ څانګو تدریس کیږي.

مولوي عبدالرشید حقاني وايي، دا مهال د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې 1445 تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

 ښاغلي حقاني څرګنده کړه چې د جدیدالشمولانو د جلب او جذب د زیاتوالي په موخه د پوهاوي پروګرامونه په لاره اچول شوي او د تبلیغاتي بنرونو د نصبولو ترڅنګ د رسنیو، پوهنې، حج او اوقافو او امر باالمعروف او نهی عن المنکر  ریاستونو له لارې د عامه پوهاوي لړۍ روانه ده.

 

د پروان ولایت تخنيکي او مسلکي زده کړو امر وايي، چې په 1400 او 1401 کلونو کې 948 جدیدالشمولان د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې په بېلابېلو څانګو کې جذب شوي دي.

نوموړي د دې ولایت له مشرتابه سره په پروان کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د ستونزو په اړه هم خبرې وکړې. د تجهيزاتو او خامو موادو کمښت، د څيړنيزو فارمونو، د مسلکي درسي کتابونو او د تدريسي ودانۍ نشتوالى د دغو مرکزونو له ستونزو څخه دي.

په دې کنفرانس کې د پروان والي مولوي عبيدالله امين زاده وويل چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو کيفيت لوړول د حکومت له لومړيتوبونو څخه دي.

 د پروان والي دغه راز د تخنيکي او مسلکي زده کړو له چارواکو څخه وغوښتل چې د ماهر کاري ځواک د روزلو او زده کړې په برخه کې جدي هلې ځلې وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۷:۱۸
Background image

په پکتیا ولایت کې د یاد ولایت د تخنیکي زده کړو آمریت له لوري د کمپیوټر ترمیم روزنیز پروګرام پیل شو

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسؤلين وايي چې نوموړو د یاد ولایت څمکنۍ ولسوالۍ په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې د کمپیوټر ترمیم روزنیز پروګرام پیل کړی دی. دا پروګرام به درې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۳:۲۲
Background image

د مالي او اداري مرستیال د کونړ ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري مرستیال، ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل، کونړ ولایت ته سفر وکړ.   په دې سفر کې د بېلابېلو برخو هیأت د مالي او اداري مرستیال ملتیا کوي. ټاکل شوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۴:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي بادغیس ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال، ښاغلي مولوي غلام سعید احساس د خپل سفر په ترڅ کې بادغیس ولایت ته لاړ. په دې سفر کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال سره د. . .

BACK TO NEWS