د پاملرنې مؤسسې له مسؤلینو سره د پلان او همغږی ریاست ناسته

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۸ - ۱۵:۲۳
  ناسته

ښاغلي مولوي نېک محمد نېکمل، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د پلان او ستراتیژیکې همغږۍ رئیس، له ډاکټر عبداللطیف لطیف د پاملرنې مؤسسې، د غذایي مصؤنیت برخې له مسؤل سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

دواړو لورو په دغه ناسته کې د ګډو همکاریو د څرنګوالي په هکله بحث وکړ.

په دغه ناسته کې ښاغلي مولوي نېکمل د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې د موخو په اړه جزئیات وړاندې کړل، د «پاملرنې» مؤسسې غذایي مصؤنیت برخې مسؤل هم وویل چې دواړه لوري ګډې کاري ساحې لري.

همدارنګه د «پاملرنې» مؤسسې مسؤلینو په دغه لیدنه کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، کارمندانو او زده کړیالانو ته د حرفوي کورسونو او سکالرشیپونو برابرولو وعده هم وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS