د هلمند ولایت د مرکز اړوند د کرنې انسټيټوټ له وضعیت څخه څارنه وشوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۹:۳۲
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس په مشرۍ د یادې ادارې پلاوي د هلمند ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه د لیدنو په دوام او د یاد ولایت د مرکز اړوند د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د محصلینو د زده کړو له وضعیت څخه لیدنه وکړه.

دغه پلاوي د هلمند د کرنې انسټيټوټ ستونزې او ننګونې له نېږدې څخه واورېدې او د ستونزو د هواري او حل په برخه کې يې د همکارۍ ژمنه وکړه.

په همدې حال کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ارشاد او دعوت رئیس له محصلینو او کارکوونکو سره وکتل او هغوی ته یې د اسلام د سپیڅلي دین او د اسلامي شریعت له نظره د ژوند کولو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل.

د اشاد او دعوت رئیس له محصلینو او کارکوونکو وغوښتل چې په خپلو ټولو چارو کې د اسلامي شریعت اصول مراعات کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دغه پلاوي تر دې وړاندې دایکندي، فراه، غور او نیمروز ولایت په ګډون د بېلابېلو ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له وضعیت څخه څارنه کړې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS