د نیمروز ولایت د تخنیکي او زده کړو آمریت او «نیمروز» د لوړو زده کړو موسسې ترمنځ تفاهم لیک لاسلیک شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۲:۲۹
TVETA

د نیمروز ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت په یاد ولایت کې د «نیمروز» دلوړو زده کړو له موسسې سره د ګډو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ.

د دواړو ښوونیزو بنسټونو ترمنځ د تفاهم لیک د لاسلیک کولو موخه د همکارۍ او همغږۍ پراختیا او همدارنګه د ځوانانو لپاره د لوړو زده کړو د فرصتونو برابرول ویل شوي دي.

د یاد تفاهم لیک پر بنسټ به د دواړو ښوونیزو بنسټونو محصلینو ته په اړوندو څانګو کې د عملي زده کړو او علمي سیرونو زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي ترڅو د خصوصي او حکومتي بنسټونو سره د تفاهم لیکونو په لاسلیک کولو سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو زده کونکو لپاره مناسب او غوره تدریسي چاپیریال چمتو کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۶
Background image

د لغمان په ښار جوړونې ریاست کې زده‌کوونکو عملي زده‌کړه ترلاسه کړه

د لغمان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټيوټ ساختماني څانګې زده‌کوونکو د خپلو عملي زده‌کړو یوه برخه د یاد ولایت ښار جوړونې په ریاست کې ترسره کړه. د اړوندې څانګې استاد په یوه درسي جلسه کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۲۵
Background image

د خوست تخنیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو ته د کانکریټ ټکنالوژۍ عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د خوست ولایت تخنیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د «کانکریټ ټکنالوژۍ» په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د دې پروګرام په جریان کې زده‌کوونکي د مهمو عملي موضوعاتو سره بلد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۹:۲۳
Background image

د ننګرهار کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ کې د سبزیجاتو اچار جوړول

د ننګرهار ولایت په کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ کې زده‌کوونکو د بېلابېلو سبزیجاتو په کارولو سره اچار چمتو کړ. د یاد انسټیټیوټ مسؤلین وایي چې د دې کار موخه د زراعتي محصولاتو ملاتړ او زده. . .

BACK TO NEWS