د نباتاتو د پالنې په اړه د سرپل ولایت اړوند کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ زده کوونکو د عملي زده کړو بهیر

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۵:۱۳
TVETA

د سرپل ولایت اړوند کرنې او وترنري انسټیټوټ د کرنې څانګې زده کوونکو ته د یاد ښوونیز مرکز د عملي زده کړو په چهار چوب کې د نباتاتو د پالنې په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد نوموړو ته د نیالګیو د شاخه برۍ څرنګوالی، د هزره بوټو پیژندنې او د بوټو د کنترول په اړه هر اړخیز معلومات هم وړاندې کړل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي. تر څو د دغو مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۶:۱۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اکاډمیک بورډ، د یادې ادارې د اکاډمیک بورډ اونیزه غونډه ترسره کړه. پدې غونډه کې ګډونوالو د بیرون مرزی اسنادو اجرا کولو د څرنګوالي، د لیلیې او بدل اعاشې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۵:۴۶
Background image

د مالي او ادارې چارو مرستیال بدخشان ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او ادارې چارو مرستیال، محترم مفتي فضل الرحمن فاضل، ولایتونو ته خپل سفر په دوام کې بدخشان ولایت ته سفر وکړ. نوموړي او ورسره مل پلاوي یې د بدخشان. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۳:۲۷
Background image

د میدان وردګو ولایت سیدآباد کثیرالرشتوی انسټیټوټ زده کوونکو ته د ساختمان په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ اړوند کثیرالرشتوي انسټيټوټ د ساختماني څانګې، یوولسم ټولګي زده کوونکو ته د ساختماني چارو په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه. لارښود استاد د درس په. . .

BACK TO NEWS