د میدان وردگو تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او سیدآباد سب استیشن آمریت ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۸:۵۹

د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او د سیدآباد ولسوالۍ اړوند برښنا سب استیشن آمریت ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ.

د یاد تفاهم لیک پر بنسټ به د میدان وردګو ولایت سیدآباد کثیرالرشتوي انسټيټوټ د برق انجنیرۍ محصلینو لپاره د دغه سب اسټیشن او برښنایي تاسیساتو کې د عملي زده کړو زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۹
Background image

د مالي او اداري چارو مرستیال له لوري د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څارنه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال محترم مفتي فضل الرحمن فاضل، د یادې ادارې د یوه پلاوي په ملتیا ختیځو ولایتونو ته سفر کړی دی. نوموړي د مشرقي ولایتونو د تخنیکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۳:۲۳
Background image

د جوزجان ولایت له والي سره د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال لیدنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي غلام سعید احساس، ولایتونو ته د خپل سفر په دوام کې د جوزجان ولایت له والي مولوي ګل حیدر شفق سره ولیدل. په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۰:۲۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د جوزجان ولایت له تعلیمي مرکزونو څخه لیدنه وکړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس په مشرۍ یوه پلاوي د خپلو لیدنو په ترڅ کې د جوزجان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو له وضعیت. . .

BACK TO NEWS