د میدان وردګ د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت له خوا فراغت غونډه ترسره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۵:۲۵
TVETA

د میدان وردګ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت له لوري د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه د محصلینو د څوارلسمې دورې فراغت غونډه جوړه شوه.

په دې مراسمو کې د سیمه ییزو چارواکو تر څنګ، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست محترم مولوي غلام حیدر شهامت او د چارو ادارې رئیس شیخ نورالحق انور هم ګډون کړی و او وینا یې هم وکړې.

نوموړو په یاد پروګرام کې د خپلو ویناوو په ترڅ کې فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ، د تخنیکي او مسلکي زده کړو پر اهمیت ټینګار وکړ او دا یې هم وویل چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له پروګرامونو څخه ملاتړ کوي.

په همدې حال کې دتخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست په دغو مراسمو کې د یادې ادارې ځينې لاسته راوړنې هم بيان کړې .

په ورته وخت کې د چارو ادارې لوی رئیس د خپلو خبرو په ترڅ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له پروګرامونو څخه د ملاتړ ترڅنګ زیاته کړه چې تخنیکي او مسلکي زده کړې د هېواد د پرمختګ او ودې لامل کېږي.

د دې مراسمو نورو ويناوالو په اقتصادي وده کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو پر رول د ټينګار ترڅنګ د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له فارغانو وغوښتل چې د هېواد د پرمختګ لپاره لا زيات زیار او کوښښ وکړي.

د مراسمو په پای کې فارغانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول او غونډه په دعایې پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۳۹
Background image

د کندز ولایت له ښوونیزو مرکزونو څخه د مالي او اداري چارو مرستیال لیدنه وکړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال، محترم مفتي فضل‌الرحمن فاضل، له خپل مل پلاوي سره د کندز ولایت له ښوونیزو مرکزونو، د اجناسو له ډیپو او تخنیکي انسټیټیوټ څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۳۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د مالیزیا د پولی‌تخنیک پوهنتون له رهبرۍ سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، مالیزیا ته د خپل سفر په ترڅ کې د مالیزیا د پولی‌تخنیک پوهنتون (UPTM) له رهبرۍ سره وکتل او د دغه پوهنتون له بېلابېلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۲۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان د نړیوال نندارتون مرکز ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان د نړیوال نندارتون مرکز ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، د متقابلو همکاریو د پراختیا، د تجربو د تبادلې او د نندارتونونو د جوړولو لپاره د ګډو. . .

BACK TO NEWS