د میدان وردګو ولایت دتنګي نور درې غیورو اوسیدونکو د انسټيټوټ د جوړېدو لپاره ۳۰ جریبه ځمکه اهدا کړه!

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۶ - ۱۴:۵۲
TVETA

د میدان وردګو ولایت د تنګي نور درې اوسېدونکو د یو باب کثیرالرشتوي انسټيټوټ د جوړولو لپاره ۳۰ جریبه ځمکه اهدا کړه.

دغه ځمکه د تنګي نور درې د غیورو اوسیدونکو له خوا د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا نوي جوړ شوي انستیتوت ته ورکړل شوه.

د دغه انسټيټوټ د تهداب ایښودلو او پرانېست غونډې پر مهال د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حيدر شهامت د ميدان وردګو ولايت د تنګي نور درې خلک د اتلانو او غازیانو په توګه ياد کړل.

محترم مولوي شهامت زیاته کړه چې د دې درې خلک د لا زیاتو خدمتونو مستحق دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو. د دغه سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته د همکاریو د پراختیا او فارغانو ته د کارآموزۍ او کارموندنې د فرصتونو د برابرولو په موخه ترسره شوه. په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۴۷
Background image

د لومړي ځل لپاره د اوریدنې او لید معلولیت لرونکو زده کوونکو لپاره ځانګړې کانکور ازموینه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ازموینو عمومي ادارې په همکارۍ، د لومړي ځل لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو مرکزونو د زده‌کوونکو لپاره ځانګړې کانکور ازموینه ترسره. . .

BACK TO NEWS