د میدان وردګو ولایت جلګې کثیرالرشتوي انسټيټوټ لخوا د سیرت النبی ﷺ د ازموینې پایلې اعلان شوې

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۸:۴۲

د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت اړوند جلګې کثیرالرشتوي انسټيټوټ د سیرت النبي سیالۍ چې د یاد تخنیکي مرکز لخوا په لاره اچول شوې وه،  نن ورځ یې پایلې اعلان شوې.

د دې ازموینې د پایلو اعلان کیدو په مراسمو کې د میدان وردګو ولایت یو شمیر مقاماتو، متنفذینو،  علماوو او همدارنګه د یاد ښوونیز مرکز مسؤلینو هم ګډون درلود.

ويناوالو په دې غونډه کې ټينګار وکړ چې ځوانان او زده کوونکي بايد په خپلو کارونو کې د رسول الله   له سيرت څخه د خپل ژوندانه د اساس په توګه کار واخلي.

دغه راز د یاد پروګرام په بله برخه کې د یادې سیالۍ ممتازو زده کوونکو ته جايزې او ډالۍ هم ورکړل شوې او غونډه په دعايې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS