د مومند درې زراعت مسلکي انسټیټوټ وضعیت وڅېړل شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۴ - ۱۵:۲۹
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي، ننګرهار ولایت ته په سفر کې د دغه ولایت د مومند درې ولسوالۍ د زراعت مسلکي انسټیټوت او همدارنګه د سوداګرۍ مسلکي انسټیټوټ وضعیت وڅېړه.

دغه پلاوي د یادو انسټیټونو د زده کړې له صنفونو او وسایلو څخه لیدنه وکړه.

همدارنګه زده کړیالانو خپلې اړتیاوې او ستونزې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له پلاوي سره شریکې کړې، ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل د مالي او اداري چارو مرستیال د هغوی ستونزو ته د حل لارو په موخه د همکارۍ وعده وکړه.

ولایتونو ته د دغه  اداري پلاوي د سفر موخه، د تخنیکي او مسلکي زده کړو انسټیټونو ستونزو ته حل لاره او اړتیاو ته رسیدګي کول ګڼل شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۴۵
Background image

د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې کې د شین چای د کرکېلې بریالۍ تجربه ترسره شوه

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسئولین وایي چې د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې په انګړ کې د شین چای آزمایښتي کرکېله ترسره شوه. د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۳۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د آغاخان بنسټ له پلاوي سره ولیدل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د آغاخان بنسټ له پلاوي سره وکتل او خبرې یې وکړې. په دې ناسته کې د آغاخان بنسټ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

BACK TO NEWS