د مالي او اداري چارو معاونیت غونډه جوړه شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۰:۲۹
ادارې غونډه

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري معاونیت غونډه د دې ادارې د مالي او اداري معاون ښاغلي مفتي فضل الرحمن فضلي په مشرۍ جوړه شوه.

د یادې غونډې په پیل کې د مالي چارو معاونیت د تېرې غونډې پرېکړې وڅېړل شوې او اړوندو برخو د خپلو کړنو راپور وړاندې کړ.

د غونډې په دوام کې د مالي چارو معاونیت، د پلټنې عالي ادارې د سفارشونو د تطبیق په اړه خبرې وکړې او په دې اړه ګډونوالو خپل نظریات شریک کړل.

په همدې حال کې په دې غونډه کې په نورو مالي مسایلو هم خبرې وشوې او غونډه په دعایې پای ته ورسیده.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS