د لوګر میخانیکي عالي لیسې د زده کونکو لخوا د بریښنایی جارو د جوړولو او ترمیم باندې کار ترسره کول
د لوګر ولایت میخانیکي مسلکي لیسې د دولسم ټولګي زده کوونکو د عملي زده کړو په ترڅ کې د برقی جارو جوړولو او ترمیمولو څرنګوالی په اړوند زده کړي تر لاسه کړي.
د عملي کار په جریان کې، دوی دوه سطلونه کارولي، چې په یوه کې د 1000 واټ برقی جارو موټور سره د یو فلټر او سویچ او همدارنګه بل سطل د کثافاتو د کڅوړې په توګه کارول شوی.
د میخانیکي مسلکي عالي لیسې زده کونکو دا ښوونیز موډل په بریالیتوب سره بشپړ کړ او همدارنګه یې د بریښنایی جارو جوړولو او د دوهم ځل لپاره د ترمیم کولو څرنګوالی په هکله زده کړي ترلاسه کړي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې تر ۶۰٪ زیاتې زده کړې عملي دي. تر څو د دغو مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.
د مسلکي، ماهر او کارپوه کاري ځواک روزنه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو له مهمو موخو څخه دی.
