د لغمان کثیرالرشتوي انستیتوت زده کړیالانو ته د "بریښنا مصرف کوونکي" په اړه عملي روزنه

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۱۳:۰
tveta

د عملي زده کړو په ترڅ کې د لغمان ولایت د مرکز اړوند کثیرالرشتوي انستیتوت د برق څانګې محصلینو ته د برښنا د مصرفوونکو د ډولونو په اړه زده کړه ورکړل شوه.

په همدې حال کې د اړوندې څانګي استاد زده کړیالانو ته د «میټر ریډنګ» مهم موضوعات او ټکي تشریح کړل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې عملي زده کړې د دې مرکزونو د فارغانو لپاره د کار موندنې اسانتیاوې برابروي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر لا پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو. د دغه سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته د همکاریو د پراختیا او فارغانو ته د کارآموزۍ او کارموندنې د فرصتونو د برابرولو په موخه ترسره شوه. په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۴۷
Background image

د لومړي ځل لپاره د اوریدنې او لید معلولیت لرونکو زده کوونکو لپاره ځانګړې کانکور ازموینه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ازموینو عمومي ادارې په همکارۍ، د لومړي ځل لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو مرکزونو د زده‌کوونکو لپاره ځانګړې کانکور ازموینه ترسره. . .

BACK TO NEWS