د لغمان ولایت د مرکز اړوند تخنیکي لېسې د زده کوونکو د عملي زده کړو بهیر

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۹:۵۳
TVETA

د لغمان ولایت د مرکز اړوند تخنیکي او مسلکي لېسې د برق څانګې، لسم ټولګي زده کونکو د « ویرنګ‌کارۍ » په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.

لارښود استاد د درس په ترڅ کې زده کونکو ته د « ویرنګ‌کارۍ او په لوړ پورو ودانیو کې د زینو ویرنګ کارۍ» په اړه مفصل توضیحات ورکړل.

دغه راز د دې درسي جلسې په دوام کې د نوموړو پوښتنو ته هم ځوابونه ورکړل شول.

عملي زده کړې له محصلینو سره مرسته کوي ترڅو نوموړي له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار کې جذب شي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ لا پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۲۵
Background image

د خوست تخنیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو ته د کانکریټ ټکنالوژۍ عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د خوست ولایت تخنیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د «کانکریټ ټکنالوژۍ» په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د دې پروګرام په جریان کې زده‌کوونکي د مهمو عملي موضوعاتو سره بلد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۹:۲۳
Background image

د ننګرهار کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ کې د سبزیجاتو اچار جوړول

د ننګرهار ولایت په کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ کې زده‌کوونکو د بېلابېلو سبزیجاتو په کارولو سره اچار چمتو کړ. د یاد انسټیټیوټ مسؤلین وایي چې د دې کار موخه د زراعتي محصولاتو ملاتړ او زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۶:۴۱
Background image

د نوي تعلیمي او زده‌کړیز کال پیل په مناسبت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ۱۴۰۵ لمریز تعلیمي کال د پیل په مناسبت د دې ادارې کارکوونکو په ګډون ناسته ترسره کړه. د ولایتونو تخنیکي آمریتونو او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو. . .

BACK TO NEWS