د لغمان ولایت د مرکز اړوند تخنيکي لېسې د زده کوونکو د عملي زده کړو بهير

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۰:۷
TVETA

د لغمان ولایت د مرکز اړوند تخنیکي او مسلکي لیسې د برښنا څانګې یوولسم ټولګي زده کوونکو ته د یاد ښوونیز مرکز په ورکشاپ کې د برښنا په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

نوموړو محصلينو د یاد  تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکز د عملي زده کړو په ورکشاپ کې چې په بريښنايي وسايلو سمبال دی، د بريښنا او د بريښنا د اندازه کولو وسايلو په اړه عملي زده کړې ترلاسه کړې.

لارښود استاد د درس په ترڅ کې زده کوونکوته د بریښنا اندازه کولو وسایلو د اهمیت په اړه مفصل توضیحات ورکړل او د نوموړو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې زياتره زده کړې عملي وي، څرنګه چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقيم ډول د کار بازار ته جزبېږي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو بهير لا پياوړی کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS