د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او امیر علی شیر نوايي پوهنتون ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۵:۱
TVETA

په لغمان ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلینو د امیر علي شیر نوایی پوهنتون له چارواکو سره د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د یاد هوکړه‌لیک پر بنسټ به د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان په ځانګړي تخفیف سره د زده‌کړو د دوام په موخه پر امیر علي شیر نوايي پوهنتون کې شامل شي.

همداراز په یاد هوکړه‌لیک کې راغلي چې امیر علی شیر نوايي پوهنتون او د لغمان تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت به د دواړو ښوونیزو بنسټونو د کارکوونکو او استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې ګډ پروګرامونه په لاره واچوي.

له بلې خوا د محصلینو لپاره د پرکتیکو دورو جوړول او د دواړو ښوونیزو مؤسسو له کتابتون او کمپیوټرلب څخه د نوموړو ګټه اخیستنه هم د دې هوکړه لیک له موادو څخه دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS