د لغمان ولایت اړوند مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د محصلینو د عملي روزنې زده کړییز بهیر

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۶ - ۱۰:۴

د لغمان ولایت د مرکز اړوند کثیرالرشتوي انسټیټوټ د بریښنا څانګې محصلینو د یاد ښوونیز مرکز د عملی کارونو په ورکشاپ کې د «برق جریان» په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.

لارښود استاد د درس په ترڅ کې، نوموړو ته په «برقي اوتو کې د بریښنایي جریان» په اړه مفصل توضیحات ورکړل.

دغه راز، د دې درسي جلسې په دوام کې د استاد له لوري د محصلینو پوښتنو او سوالونو ته ځوابونه وړاندې شول.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو لویه برخه عملي ده، څرنګه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار کې جذب کیږي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ لا پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS