د لغمان ولایت اړوند مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې د عملي زده‌کړو بهیر

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۲:۲۵

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د یادې ادارې په ښوونیزو مرکزونو کې عملي زده کړې په لاره اچوي ترڅو له دې لارې د ځوانانو د پیاوړتیا او د کار بازار ته د هغوی د ننوتلو زمینه برابره کړي.

د عملي زده کړو د ارزښت په پام کې نیولو سره، د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ د تعمیراتو څانګې محصلینو د یاد ولایت شرقي شهرنو ته د یو علمي سفر په ترڅ کې د تعمیراتو ابتدایي سروې په اړه په عملي ډول روزنه ترلاسه کړه.

دغه راز لارښود استاد هم محصلینو ته د تعمیراتو په اړه هراړخیز توضیحات وړاندې کړل نوموړي وویل؛ ابتدايي سروې یوه ساختماني او تعمیراتي پروژه ده چې د ودانیو د دقیقې برنامه رېزۍ او طراحي لپاره ترسره کیږي.

د یادونې وړ ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې پر مهارت‌محوره او عملي زده کړو ډیر تمرکز ترسره کېږي، تر څو زده‌کوونکي وکولای شي مستقیماً د کار بازار ته جذب شي او د هېواد په اقتصادي وده کې مثبت رول ولوبوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۲۰
Background image

د کمپیوټر ساینس زده‌کوونکي د شبکې له تجهیزاتو سره بلد شول

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې زده‌کوونکو د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د دوام په لړ کې د شبکې بنسټیزو تجهیزاتو په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه. په دې روزنیز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۱:۱۹
Background image

د عملي زده‌کړو پیاوړتیا لپاره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټیوټ د کمپیوټر ساینس څانګې محصلینو ته د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د زمینې برابرولو په موخه له افغان تیلي کام مخابراتي شرکت سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۵:۴۴
Background image

د زابل ولایت د ارغنداب کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو ستونزه حل شوه

د زده‌کړو د بهیر ښه‌والي او زده‌کوونکو ته د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه، د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو کمښت ستونزه د زابل د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو. . .

BACK TO NEWS