د لغمان ولایت اړوند علینګار کرنې مسلکي لېسې زده کوونکو ته د ځمکنۍ غوښې د کښت په اړه روزنه ورکړل شوه
د لغمان ولایت اړوند علینګار کرنې مسلکي لېسې د دولسم ټولګي، عمومي کرنې څانګې زده کوونکو ته د ځمکنۍ غوښې د کښت په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد د درس په ترڅ کې زده کوونکو ته د ځمکنۍ غوښې د کښت او د اهمیت په اړه په تفصیل سره معلومات ورکړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې ډیری برخه عملي ده، څرنګه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کیږي.
له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ لا پیاوړې کړي.
