د لغمان تخنیکي لیسې زده‌کوونکو لخوا د نقلیه وسایطو ترمیم

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۴۱

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي لیسې زده‌کوونکو د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د موټر «اشترنګ» په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه.

د اړوندې څانګې استاد زده‌کوونکو ته د برقي او هایدرولیکي اشترنګونو د عارضه موندنې او ترمیم څرنګوالی تشریح کړ او د زده‌کوونکو پوښتنو ته یې عملي ځوابونه وړاندې کړل.

د دې درسي پروګرام ګډونوال وایي چې عملي زده‌کړې دوی د کار بازار ته داخلېدو لپاره لا چمتو کوي او ټینګار کوي چې دا ډول عملي روزنې باید نورې هم پیاوړې شي.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د زده‌کړو لویه برخه عملي ده، له همدې امله د دغو مرکزونو فارغان تر فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۸:۴۹
Background image

د پکتیا د تخنیکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ په یوه ناسته کې د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د یاد هوکړه‌لیک لاسلیک موخه د دواړو ادارو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۴۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رهبرۍ ناسته د محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ او د دې ادارې د محترمو مرستیالانو په حضور کې ترسره شوه. د دې ناستې موخه د تخنیکي او مسلکي چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۲۵
Background image

د میدان وردګو چک انسټیټوټ ترمیم او بیارغونه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ځینو برخو ترمیم او بیارغونې چارې د یو شمېر سوداګرو په همکارۍ پیل شوې دي. د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوې چې د انسټیټوټ ودانۍ،. . .

BACK TO NEWS