د فراه ولایت تخنيکي او مسلکي زده کړو آمريت له لوري علماء کرامو ته د عامه پوهاوي يو ورځنی سمينار ترسره شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۹:۳۳
TVETA

په فراه ولایت کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلینو د یاد ولایت د مرکز اړوند جوماتونو شاوخوا ۱۰۰ تنو ملا امامانو ته د عامه پوهاوي يو ورځنی سمينار ترسره شو.

د فراه ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د مسؤلینو په وینا دغه سمينار د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو او د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د ښوونیزو چوپړتیاوو ترمنځ د توپيرونو د ښوولو او همدارنګه د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ارزښت، ودې او پياوړتيا په موخه ترسره شو.

د یادونې وړ ده، چې د ياد سمينار په ترڅ کې د سمينار له ګډونوالو څخه د مسجدونو د منبرونو له لارې تر ولسي وګړو پورې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ارزښت د رسولو غوښتنه هم وشوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS