د فراه بالابلوک ولسوالۍ د کرنې مسلکي انسټيټوټ زده کوونکو ته د کرنیزو محصولاتو په اړه روزنه ورکړل شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۰

د فراه ولایت اړوند بالابلوک ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټيټوټ زده کوونکو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د « کرنیزو محصولاتو» په هکله په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

استاد در درس په ترڅ کې زده کوونکو ته د « بېلابیلو کرنیزو محصولاتو لکه جوارو او غنمو د راټولولو د څرنګوالي» په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل او د نوموړو پوښتنو او سوالونو ته یې ځوابونه هم وویل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو لویه برخه عملي ده، څرنګه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبیږي.

له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ ته لا پیاوړتیا ور په برخه کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۹:۲۹
Background image

د هسکې مینې کثیرالرشتوي انسټیټیوټ ساختماني څانګې زده‌کوونکو عملي زده‌کړه

د ننګرهار ولایت هسکې مینې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ ساختماني څانګې زده‌کوونکو د ودانۍ د قالب‌بندۍ او سیخ‌بندۍ په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دا درسي جلسه په یوه کار لاندې ودانۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۵:۲۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ادارې او مدیریت زده‌کړه‌ییز پروګرام څخه د لسګونو مجاهدینو فراغت

د بامیان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د ادارې او مدیریت له زده‌کړه‌ییز پروګرام څخه شاوخوا د ۱۲۰ تنو مجاهدینو فراغت مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د بامیان ولایت والي، الحاج. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۰:۲۷
Background image

د برېښنا شبکې تجهیزاتو په اړه د زده‌کوونکو عملي زده‌کړه

د ننګرهار ولایت د هسکي مېنې کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د برېښنا شبکې او تجهیزاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. په همدې حال کې، د اړوندې څانګې استادانو. . .

BACK TO NEWS