د فارياب تخنيکي او مسلکي زده کړو امر د اندخوى کثیرالرشتوي انسټیټوټ څخه ليدنه وکړه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۸ - ۱۰:۲۳
فاریاب

د فارياب ولايت تخنيکي او مسلکي زده کړو امر مولوي غلام ولي همت د څارنې پلاوي سره مل د اندخوی کثیرالرشتوي انستيتوت څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي همت د ټولګیو څخه د لیدنې پر مهال د زده کوونکو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل په موخه یې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

مولوي همت له استادانو وغوښتل، چې د زده کوونکو لپاره د زده کړې زمینه برابر کړي او د مسوولیت په درک کولو سره خپلې دندې سرته ورسوي.

د اندخوی کثیرالرشتوي انسټیټوټ امر حاجی محمد طاهر سیحون ژمنه وکړه چی موخو تر لاسته کول او د با کیفیته زده کړو زمینه برابرولو په برخه کی به هڅې وکړی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۲۰
Background image

د کمپیوټر ساینس زده‌کوونکي د شبکې له تجهیزاتو سره بلد شول

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې زده‌کوونکو د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د دوام په لړ کې د شبکې بنسټیزو تجهیزاتو په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه. په دې روزنیز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۱:۱۹
Background image

د عملي زده‌کړو پیاوړتیا لپاره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټیوټ د کمپیوټر ساینس څانګې محصلینو ته د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د زمینې برابرولو په موخه له افغان تیلي کام مخابراتي شرکت سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۵:۴۴
Background image

د زابل ولایت د ارغنداب کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو ستونزه حل شوه

د زده‌کړو د بهیر ښه‌والي او زده‌کوونکو ته د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه، د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو کمښت ستونزه د زابل د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو. . .

BACK TO NEWS