د غوره نوښتونو او ابتکاراتو ملي نندارتون د نوښتګرو د تقدیر مراسم ترسره شول

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۹ - ۱۹:۲
tveta

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې هغه نوښتګر تقدیر کړل چې د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو په ملي نندارتون کې يې ګډون کړې وو.

په دغه مراسمو کې د وزارتونو او د دولتي او خصوصي ادارو یو شمېر مسئولینو او استازو هم حضور درلود.

په دغې برنامه کې د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي آمرینو په استازیتوب مولوي شمس الرحمن سعادت خبرې وکړې. نوموړي له دغه نندارتون د جوړیدو څخه د مننې په ترڅ کې له حکومت څخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د لا زیات ملاتړ غوښتنه وکړه.

نوموړي په دغې ناسته کې د پروژو د بشپړولو، محصولاتو ته د بازار موندنې، د تخنیکي زده کړو د سیستم د تازه کولو او نورو برخو کې د همکارۍ په ګډون د ولایتونو د تخنیکي آمرینو ځینې وړاندیزونه هم شریک کړل.

په همدې حال کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت په دغو مراسمو کې په خپلو خبرو کې وويل چې افغانستان له کلونو راهيسې د دښمنانو له خوا د تحقیر لاندې نیول شوې دى. هغه وويل، چې اوس مهال حکومت د خلکو لپاره د ژوند ښه شرايط برابر کړي دي.

ښاغلي مولوي شهامت همدا راز د هېواد له نوښتګرو او خلاقو ځوانانو څخه د ملاتړ په اړه وویل، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د دغو ټولو لاسته راوړنو ملاتړ کوي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ځوانان د دغه هېواد بنسټيزه سرمايه وبلله او ويې ويل، حکومت په ټول توان سره د نوښتګرو ځوانانو ملاتړ کوي.

نورو ويناوالو هم د نندارتون د جوړيدو په اړه خبرې وکړې او د دغې برنامې په تر سره کولو کې يې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې هڅې وستايلې.

د دغې مراسمو په پای کې د دغه نندارتون خلاقو او نوښتګرو ته نغدي جایزې او ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۴۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رهبرۍ ناسته د محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ او د دې ادارې د محترمو مرستیالانو په حضور کې ترسره شوه. د دې ناستې موخه د تخنیکي او مسلکي چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۲۵
Background image

د میدان وردګو چک انسټیټوټ ترمیم او بیارغونه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ځینو برخو ترمیم او بیارغونې چارې د یو شمېر سوداګرو په همکارۍ پیل شوې دي. د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوې چې د انسټیټوټ ودانۍ،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

BACK TO NEWS