د غزني د تخنيکي زده کړو په مرکزونو کې د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت د روزنې پروګرام پیل شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۱۱:۴۱
TVETA

د غزني ولایت د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د مجاهدينو د روزنيز پروګرام د پیل په مناسبت د یاد ولایت د سیمه ییز چارواکو، علماو او مشرانو په ګډون غونډه تر سره شوه.

په دې غونډه کې ویناوالو د مجاهدینو لپاره د روزنې او زده کړو په برخه کې د زمینې برابرولو په موخه د تخنيکي او مسلکي زده کړو له مشرتابه څخه مننه وکړه.

مولوي عزت الله چې د غزني ولایت د والي په استازیتوب یې خبرې کولې وې ویل چې: د ولایت مقام د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې له ټولو پروګرامونو څخه په غزني ولایت کې ملاتړ کوي.

نوموړي په دغه پروګرام کې له ګدون کوونکو مجاهدينو څخه هم وغوښتل  چې د علم او زده کړې د تر لاسه کولو لپاره له دې فرصت څخه ګته واخلي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له خوا په چمتو شوې طرحه کې مجاهدین کولای شي په ټول هیواد کې د خپل تعلیم او زده کړو د دوام لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې شامل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS