د عملي زده کړو په ترڅ کې د لغمان ولایت د مرکز اړوند کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو لخوا د ځمکې مساحت معلومول

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۳:۵۸
tveta

د لغمان ولایت د مرکز اړوند کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ساختماني څانګې محصلینو د تعمیراتي ځمکو د مساحت معلومولو په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.

د درس په ترڅ کې، استاد نوموړو ته د ځمکې د جریب کشۍ او د تعمیراتي ځمکو د مساحت معلومولو په اړه مفصل توضیحات هم ورکړل.

دغه راز د یادې درسي جلسې په ترڅ کې، محصلینو خپلې پوښتنې له لارښود استاد سره شریکې کړې، او د هغوی پوښتنو ته ځوابونه هم وړاندې شول.

عملي زده کړې له محصلینو سره مرسته کوي ترڅو نوموړي د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو څخه د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار کې جذب شي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ لا پیاوړی کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۲۵
Background image

د میدان وردګو چک انسټیټوټ ترمیم او بیارغونه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ځینو برخو ترمیم او بیارغونې چارې د یو شمېر سوداګرو په همکارۍ پیل شوې دي. د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوې چې د انسټیټوټ ودانۍ،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

BACK TO NEWS