د شبکې (نېټورک) په برخه کې د وسایلو د نښلونې کیبل جوړولو عملي زده‌کړه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۲۶

د لغمان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټیوټ د شبکې (نېټورک) څانګې زده‌کوونکو د یو عملي جلسې په ترڅ کې د شبکې لپاره د وسایلو د نښلونې کیبل جوړولو طریقه په عملي ډول زده کړه.

د اړوندې څانګې استاد د شبکې د نښلونې کیبل د جوړولو په اړه لازم معلومات وړاندې کړل او د دغه کیبل د عملي جوړولو طریقې یې زده‌کوونکو ته په پړاوونو کې تشریح کړې.

همدارنګه د زده‌کوونکو پوښتنو ته لازم ځوابونه ورکړل شول او زده‌کوونکو د عملي زده‌کړو د لا پیاوړتیا او پراختیا غوښتنه وکړه.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د زده‌کړو ډېره برخه عملي بڼه لري، له همدې امله د دغو مرکزونو فارغان له اړینو مهارتونو او لا زیات چمتووالي سره په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۸:۵۰
Background image

د ننګرهار والي مرستیال د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مرکزونو لیدنه وکړه

د ننګرهار ولایت د مقام مرستیال مولوي غلام رحمن حیدري د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مرکزونو څخه لیدنه وکړه. نوموړي د دې لیدنې پر مهال د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د زده‌کړو بهیر له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۸:۴۹
Background image

د پکتیا د تخنیکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ په یوه ناسته کې د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د یاد هوکړه‌لیک لاسلیک موخه د دواړو ادارو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۴۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رهبرۍ ناسته د محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ او د دې ادارې د محترمو مرستیالانو په حضور کې ترسره شوه. د دې ناستې موخه د تخنیکي او مسلکي چارو. . .

BACK TO NEWS