د حیواني او نباتي ناروغیو په برخه کې د بهارک کثیرالرشتوي انسټیټوټ زده کړیالانو د عملي زده کړو بهیر

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۴۹
TVETA

د بدخشان ولایت اړوند بهارک کثیرالرشتوي انسټيټوټ  زده کړیالانو ته د یاد ښوونیز مرکز په لابراتوار کې د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د «حیواني او نباتي ناروغیو د پېژندنې» په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.

نوموړو ته په دې درسي جلسه کې، د استاد له لوري د «حیواني او نباتي ناروغیو د ډولونو، د بیلابیلو حیواني درملو د زرق کولو او په نباتاتو کې د باکتریا د تشخیص کولو» په اړه په عملي ډول زده کړه ترلاسه کړه او د موضوع په اړه یې خپلې پوښتنې او سوالونه هم شریک کړل.

دغه راز په دوام کې لارښود استاد د حیواني او نباتي ناروغیو په برخه کې د محصلینو پوښتنو ته مفصل ځوابونه ورکړل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې ډیری برخه عملي ده، څرنګه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فراغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کیږي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پیاوړتیا ټینګار کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۰:۲۴
Background image

په اکبر مومند انسټیټیوټ کې د PABX سیستم په اړه روزنیز سمینار جوړ شو

اکبر مومند خصوصي انسټیټیوټ د خپلو محصلینو عملي مهارتونو لوړولو په موخه د «PABX» ټلیفوني سیستم په اړه روزنیز سمینار جوړ کړ. دا پروګرام د اکبر مومند خصوصي انسټیټیوټ مسؤل محترم عبدالجبار. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۶ - ۱۴:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ادارې او مدیریت له روزنیز پروګرام څخه د ۴۶۶ مجاهدینو فراغت

په ارزګان ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ادارې او مدیریت له پروګرام څخه د ۴۶۶ تنو مجاهدینو د فراغت مراسم ترسره شول. په دغه مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۹:۲۹
Background image

د هسکې مینې کثیرالرشتوي انسټیټیوټ ساختماني څانګې زده‌کوونکو عملي زده‌کړه

د ننګرهار ولایت هسکې مینې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ ساختماني څانګې زده‌کوونکو د ودانۍ د قالب‌بندۍ او سیخ‌بندۍ په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دا درسي جلسه په یوه کار لاندې ودانۍ. . .

BACK TO NEWS