د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال د زابل شاه جوی ولسوالۍ د کرنې مسلکي لېسې وضعیت بررسي کړ

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۱۵:۲۴
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د دغې ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ د شاجوى ولسوالۍ د کرنې مسلکي لېسې تعلیمي وضعیت بررسي کړ.

دوی د دغه ښوونیز مرکز ټول تعلیمي او مالي اسناد وڅېړل.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د اړتياوو او ستونزو د حل په موخه ولايتونو ته سفر کړى دى.

نوموړي پلاوي تر دې مخکې په یو شمېر ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو وضعیت څېړلی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۴۵
Background image

د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې کې د شین چای د کرکېلې بریالۍ تجربه ترسره شوه

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسئولین وایي چې د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې په انګړ کې د شین چای آزمایښتي کرکېله ترسره شوه. د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۳۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د آغاخان بنسټ له پلاوي سره ولیدل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د آغاخان بنسټ له پلاوي سره وکتل او خبرې یې وکړې. په دې ناسته کې د آغاخان بنسټ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

BACK TO NEWS