د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال د بامیان ولایت له والي سره ناسته ترسره کړه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۹:۴۷
TVETA

د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د يوه پلاوي په مشرۍ د باميان ولایت له والي مولوي عبدالله سرحدي سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

په دې کتنه کې دواړو لورو په بامیان ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو پر ستونزو او ننګونو خبرې وکړې.

په همدې حال کې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال وويل، د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره د هېواد د پرمختګ او پر ځان بسياينې په لاره کې يو له مهمو بنسټونو څخه ده.

محترم مولوي احساس څرګنده کړه چې یاده اداره هڅه کوي ترڅو د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو تعلیمي نصاب معیاري او د کار بازار اړتیاوو ته ځواب ویونکی کړي.

دغه راز په دې کتنه کې د بامیان ولایت والي ژمنه وکړه چې په یاد ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو ستونزو او اړتیاوو ته به رسدګي وکړي.

په ورته وخت کې مولوي غلام سعید احساس د مجاهدینو د روزنې د څرنګوالي په اړه وویل چې نوموړي باید ټولګيو ته پابنده او په صنفونو کې حضور ولري.

په دې ناسته کې په نورو اړوندو مسایلو هم خبرې وشوې او غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۹:۲۶
Background image

د فراه ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ زده کوونکو د اسټبلایزر په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه

د فراه ولايت مرکز تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ د دولسم ټولګي زده کوونکو د ياد ښوونیز مرکز د عملي زده کړو په ورکشاپ کې د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د اسټبلایزر په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۹:۱۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو تطبیق

د کنړ ولایت منوری کرنې مسلکي انسټيټوټ د کرنې څانګې محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د حبوباتو د ورایتي په اړه عملي زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي ریاست کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرام ترسره شو

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو رياست د افغانستان نړيوال بانک سره په همکارۍ د دې ادارې اړوند مالي او حسابي ریاست د کارکوونکو لپاره د ظرفيت لوړولو پروګرام ترسره کړ. په. . .

BACK TO NEWS