د تخنیکي او مسلکي زدکړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس د مخابراتو وزارت د پروسو د پراختیا او ساده سازۍ له رئیس سره وکتل!

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۱۲
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس محترم سید محمد فرید آغا هاشمي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د پروسو د پراختیا او ساده‌ سازۍ له رئیس محترم سید نجم‌الدین سادات سره په لیدنه کې خبرې او بحث وکړ.

په دې ناسته کې د مکتوبونو او اداري اسنادو د سیستم د پلي کېدو او اغېزمنې کارونې د څرنګوالي په اړه خبرې وشوې.

همداراز، دواړو لورو په سیستم کې د مکتوبونو او اداري اسنادو د ثبت، لېږلو، ترلاسه کولو او تعقیب د بهیر په اړه د نظرونو تبادله وکړه او د معلوماتو پر امنیت او خوندیتوب یې ټینګار وکړ.

په همدې توګه، د سیستم د پراختیا او په هغه کې د اداري چارو د نورو پړاوونو او پروسو د شاملولو په اړه هم بحث وشو او دواړو لورو د اړوندو برخو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ پر دوام ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ محترم وزارت د اداري چارو د بهیرونو د ساده‌ سازۍ او چټکتیا، همداراز د روڼتیا د تأمین او د معلوماتو د خوندیتوب د کچې د لوړولو په موخه، د اداري مکتوبونو د برېښنایي تبادلې سیستم جوړ کړی دی.

اوس مهال د دغه سیستم د کارونې روزنیز پړاو د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره او یو شمېر نورو ادارو او وزارتونو کې هم دوام لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۰
Background image

د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ او وردګو پوهنتون ترمنځ علمي همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د میدان وردګو ولایت د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ او د دغه ولایت د وردګو پوهنتون ترمنځ د علمي همکاریو د پراختیا په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شو. دغه هوکړه‌لیک د وردګو پوهنتون د علمي او محصلانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام پیل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ۸ زونونو د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرام جوړ کړ. په دې پروګرام کې د هېواد د تخنیکي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان او ایران ګډې خونې ترمنځ د همکاریو پراختیا

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې یوه پلاوي، له خصوصي سکټور او اقتصادي بنسټونو سره د اړیکو د پیاوړتیا په موخه، د افغانستان او ایران د ګډې خونې له مشرتابه سره وکتل او خبرې یې وکړې. په دې. . .

BACK TO NEWS