د تخنیکي او مسلکي زده کړو په یو ښوونیز مرکز کې د عملي روزنو د زده کړې دوام

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۴:۷

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لیسې د برق څانګې زده کوونکو ته د یاد ښوونیز مرکز د عملي فعالیتونو په ورکشاپ کې د  ودانیو د لین غځونې په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.

نوموړو ته په دې درسي جلسه کې د " ودانیو د لین غځونې څرنګوالي او همدارنګه د سویچ، سرکت او فیوز د نصبولو په شمول د بیلابیلو اړونده موضوعاتو" په اړه په عملي او نظري شکل روزنه ورکړل شوه.

دغه راز د روزنې په جریان کې، زده کوونکو په عملي توګه د استاد لارښوونې تعقیب کړې او خپلې پوښتنې یې شریکې کړې.

د مفاهیمو د ښه پوهیدو لپاره د زمینې رامینځته کولو سربیره، عملي زده کړې د زده کونکو هڅونې او د بیلابیلو علومو د غوره زده کړو کې د نوموړو د لیوالتیا زیاتولو په برخه کې هم مرسته کوي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ نوره هم پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۴۵
Background image

د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې کې د شین چای د کرکېلې بریالۍ تجربه ترسره شوه

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسئولین وایي چې د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې په انګړ کې د شین چای آزمایښتي کرکېله ترسره شوه. د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۳۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د آغاخان بنسټ له پلاوي سره ولیدل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د آغاخان بنسټ له پلاوي سره وکتل او خبرې یې وکړې. په دې ناسته کې د آغاخان بنسټ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

BACK TO NEWS