د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کوونکو د جذب په موخه د عامه پوهاوي کمپاین لړۍ روانه ده

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۶ - ۱۲:۱۳
ولایات

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ولایتي آمریتونو کې د تخنیکي زده کړو مرکزونو ته د زده کوونکو او زده کړیالانو د زیات جذب په موخه د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړی دی.

 د ښوونځيو او عالي لېسو په ليدنې په لړ کې يې د عمومي  ښوونځيو زده کوونکو ته د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د کړنو په اړه معلومات ورکړل.

د دې ترڅنګ یې علاقه لروونکو زده کوونکو ته معلوماتي بروشرونه او د جذب خبرتیاوې هم ویشل کیږي.

د دې پروسې په دوام د کندز، بغلان او بلخ ولایتونو تخنیکي او مسلکي آمریتونو د عمومې ښوونځیو د زده کوونکو لپاره عامه پوهاوي کمپاین پیل کړی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۰:۲۴
Background image

په اکبر مومند انسټیټیوټ کې د PABX سیستم په اړه روزنیز سمینار جوړ شو

اکبر مومند خصوصي انسټیټیوټ د خپلو محصلینو عملي مهارتونو لوړولو په موخه د «PABX» ټلیفوني سیستم په اړه روزنیز سمینار جوړ کړ. دا پروګرام د اکبر مومند خصوصي انسټیټیوټ مسؤل محترم عبدالجبار. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۶ - ۱۴:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ادارې او مدیریت له روزنیز پروګرام څخه د ۴۶۶ مجاهدینو فراغت

په ارزګان ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ادارې او مدیریت له پروګرام څخه د ۴۶۶ تنو مجاهدینو د فراغت مراسم ترسره شول. په دغه مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۹:۲۹
Background image

د هسکې مینې کثیرالرشتوي انسټیټیوټ ساختماني څانګې زده‌کوونکو عملي زده‌کړه

د ننګرهار ولایت هسکې مینې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ ساختماني څانګې زده‌کوونکو د ودانۍ د قالب‌بندۍ او سیخ‌بندۍ په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دا درسي جلسه په یوه کار لاندې ودانۍ. . .

BACK TO NEWS