د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې او سلام پوهنتون ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۸ - ۱۲:۵
TVETA

د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر محترم استاد رفیع الله حبیبي د سلام پوهنتون سره د ګډو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ.

د دغه تفاهم لیک پر بنسټ به د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغان د خپلو زده کړو د دوام لپاره په ځانګړي تخفیف سره سلام پوهنتون کې شامل شي.

په دغه تفاهم لیک کې همدا راز ویل شوي چې سلام پوهنتون د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د اداري کارکوونکو او استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرامونه به هم ترسره کړي.

له بلې خوا د محصلینو لپاره د پرکتیکو دورو جوړول او د سلام پوهنتون له امکاناتو څخه د نوموړو ګټه اخیستنه هم د دې تفاهم لیک له موادو څخه دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS