د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرقي زون رئیس معرفي شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۲:۵۷
TVETA

قاضی خالد صداقت د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د امارتي مسولینو او مقاماتو له لوري د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرقي زون د رئیس په توګه معرفي شو او خپله دنده یې پیل کړه.

د مشرقي زون د رئیس د معرفي کیدو په مراسمو کې د ننګرهار ولایت سیمه‌ییز مقاماتو او د د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرقي زون یو شمیر آمرینو هم ګډون درلود.

دغه ګډون‌والو په دې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د زون ریاست له جوړېدو څخه هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې له دې ریاست سره به په بشپړه همغږۍ او هماهنګۍ سره همکاري وکړي.

په ورته وخت کې، قاضی خالد صداقت هم په دې غونډه کې ژمنه وکړه چې په بشپړ اخلاص او مسؤلیت‌پالنې به د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ودې او پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS