د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او خصوصي سکتور ترمنځ د همغږۍ دویم کنفرانس جوړ شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۵:۲۲

له خصوصي سکتور سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د همغږۍ او مشارکت دوهم کنفرانس په  انټر کانټیننټل هوټل کې جوړ شو.

یاد پروګرام به دوه ورځې دوام وکړي او په دې پروګرام کې به ګډونوال د خصوصي سکټور سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د همغږۍ او مشارکت پر څرنګوالي بحث وکړي.

د یاد کنفرانس د پرانېستې په مراسمو کې یو شمېر حکومتي مقاماتو او همدارنګه د خصوصي سکټور استازو ګډون او ویناوې یې هم وکړې.

د پروګرام په پیل کې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي غلام سعید احساس وینا وکړه او ویې ویل چې د فقر له منځه وړل او د کار بازار لپاره د مسلکي او ماهر کاري ځواک روزل د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له بنسټیزو موخو څخه دي.

نوموړي د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د خصوصي سکټور د مشارکت په اړه هم توضیحات وړاندې کړل.

محترم مولوي احساس څرګنده کړه چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره چمتو ده چې د خصوصي سکټور د سفارشاتو او اړتياوو سره سم مسلکي او ماهر کسان وروزي او د نوموړو اختیار ته یې وړاندې کړي .

د غونډې په دوام کې نورو ويناوالو هم د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د خصوصي سکټور د مشارک پر ارزښت ټينګار وکړ.

ويناوالو د خپلو خبرو په ترڅ کې څرګنده کړه چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې او خصوصي سکټور ترمنځ همغږي اړینه ده او دا همغږي او مشارکت بايد لا پياوړي شي.

د یاد پروګرام په دویمه برخه کې، بیلابیل تخنیکي او مسلکي ډلو د ډله ایز کار په ترسره کولو سره هڅه کوي ترڅو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره د خصوصي سکتور د مشارکت پر څرنګوالي بحث او نظرونه تبادله کړي.

دغه کنفرانس به سبا سه‌شنبه هم دوام وکړي او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره د خصوصي سکتور د همغږۍ او مشارکت په اړه بحث وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS