د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او افغان پُسټ شرکت ترمنځ د همکارۍ د هوکړه لیک مسوده وڅېړل شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۴ - ۱۷:۱
Plan Reyasat

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکې همغږۍ رئیس مولوي نیک محمد نیکمل د افغان پُسټ دولتي شرکت له مسوولینو سره وکتل.

په دې کتنه کې د افغان پُسټ شرکت د سوداګرۍ د پراختیا رئیس ذبیح الله عمر په پیل د دغه شرکت او د هغې د خدمتونو په اړه معلومات ورکړل. مولوي نیکمل د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په اړه هم خبرې وکړې.

ورپسې دواړو لورو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د افغان پُسټ شرکت ترمنځ د همکارۍ د هوکړه لیک پر مسودې خبرې وکړې.

د دواړو لورو استازو د یادې مسودې په اړه خپل نظرونه او کتنې وړاندې کړې او دغه مسوده نهايي شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS