د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د کندز ولایت له والي سره ناسته ترسره کړه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۱۱:۴۰
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې مالي او اداري مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل د یادې ادارې د يوه پلاوي په مشرۍ کندز ولايت ته د سفر په ترڅ کې د کندز ولايت له والي ښاغلي ملا نثار احمد نصرت سره وکتل.

په دې کتنه کې مفتي فاضل د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د موخو او په کندز ولايت کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ستونزو په اړه خبرې وکړې.

په همدې حال کې د کندز والي د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د وروستيو فعاليتونو او لاسته راوړنو ستاينه وکړه او ژمنه يې وکړه چې په دغه ولايت کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ستونزو په هواري کې به د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مسؤلینو سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۲۰
Background image

د کمپیوټر ساینس زده‌کوونکي د شبکې له تجهیزاتو سره بلد شول

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې زده‌کوونکو د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د دوام په لړ کې د شبکې بنسټیزو تجهیزاتو په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه. په دې روزنیز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۱:۱۹
Background image

د عملي زده‌کړو پیاوړتیا لپاره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټیوټ د کمپیوټر ساینس څانګې محصلینو ته د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د زمینې برابرولو په موخه له افغان تیلي کام مخابراتي شرکت سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۵:۴۴
Background image

د زابل ولایت د ارغنداب کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو ستونزه حل شوه

د زده‌کړو د بهیر ښه‌والي او زده‌کوونکو ته د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه، د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو کمښت ستونزه د زابل د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو. . .

BACK TO NEWS